په دی نښته کې دوه تنه پاکستانې ځواکونه هم ژوندی نیول شوي دی.
جګړه نن سهار هغه وخت پيل شوه چې يوه ډله پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ له کرښې څخه په تېريدو سره د خوست ولايت د ځاځيو ميدان ولسوالۍ دووکليوته ننوتل .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ، د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
د خوست د والي وياند طالب منګل وويل په دې جګړه کې تراوسه پورې څلور تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي او دوه تنه نور يې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي .
ده وويل پاکستاني پوځيانو په افغانستان يرغل کړى و، او افغان سرتېرو هم په همدې خاطر په هغوى ډزې وکړې .
ويل کېږي تر اوسه پورې په دې جګړو کې يو افغان ملکي وګړى شهيد شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه جګړه په خوست ولايت کې د پيښې سيمې ته څېرمه د بازارونو او ښوونځيو د تړل کېدو سبب شوې ده .